محترم مولوي عبدالکبیر په خوست کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۹:۵۲
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر مولوي عبدالکبیر د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو له ریاست څخه د لیدنې پر مهال د یادې ادارې د فعالیتونو ستاینه وکړه او کارکوونکو ته یې ډاډ ورکړ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کار کوونکي به د پخوا په څېر خپلې دندې مخکې وړي.
د محترم وزېر په وینا چې د وزارت مسوولین او کارکوونکي د باور وړ او د ښه ظرفیت لرونکي کسان دي او هڅه به وکړي چې د هغوی له تجربو ګټه واخیستل شي.
نوموړي د اسلامي امارت د اصولو پر ښه تطبیق ټېنګار وکړ او د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري اړمنو ته یې د ښو خدمتونو سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته