د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر محترم مولوي عبدالکبیر په خوست کې د ځدراڼ، تڼي، ګربز، صبري، بکرخیل، تریزیي، توراوبه،هارونخیل، قدم، لنډر، صدک، ذکرخیل وزېر، خرڅین، لګڼ، شمل او متون له ګڼ شمېر علماو او قومي مخورو سره په ناسته کې ګډون وکړ.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۵:۷
_

د ناستې په پیل کې د خوست حاضرو علمای کرامو او قومي مخورو د ولس د غږ اورېدلو او د اسلامي نظام د پیاوړتیا په برخه کې د محترم مولوي عبدالکبیر هڅې وستایلې.

دغو مشرانو حکومت ته د همکارۍ او مرستۍ ډاډ ورکړل او همدارنګه د خوست شیخ ذاید پوهنتون د ودې او پراختیا په هکله یې اسلامي امارت ته وړاندېزونه وکړل.


محترم مولوي عبدالکبیر په خوست کې له قومي مشرانو او علمای کرامو  سره په لیدنو خوښي څرګنده کړه او له حکومت یې د هغوی د همکاریو ستاینه وکړه. محترم وزېر وویل، چې د اسلامي نظام د راتګ په ویاړ کې ټول ولس او قومونه ونډه لري.

د نوموړي په وینا اسلامي امارت د پخوانیو صالحو مجاهدینو لاره تعقیب کړې او ولس خپلو هیلو ته رسیدلی دی.

محترم مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې یو شمېر هېوادونو د حقایقو په درک سره دا مهال له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.
هغه وويل، چې د ګاونډ پر ضد وسله والو ته ځای ورکول د اسلامي امارت پالیسي نه ده بلکې افغان حکومت تعامل او همکاریو ته لومړیتوب ورکوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته