د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزېر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د جهادې مدرسې د دستار بندۍ په جلسه کې ګډون او وینا وکړه.

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۵ - ۲۰:۴۲
_

په دغه لویه غونډه کې د امربالمعروف، نهې المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ محمد فقیر محمدي، د کورنیو چارو مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د خوست والي، سیمه ییزو مسوولینو، ګڼ شمېر علما کرامو، د پوهنتون استادانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.

په پیل کې محترم مولوي عبدالکبیر د فاضلانو كورنیو او علماو ته د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې له نیکه مرغه د اسلامي نظام تر سیوري لاندې او په بشپړ امن کې تعلیمي مرکزونه فعالیت کوي.
نوموړي اسلامي نظام د افغان ولس د قربانیو او مبارزو موخه یاده کړه.

ښاغلي وزېر څرګنده کړه چې اسلامي امارت د دین په رڼا کې د ستونزو د حل او اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه له سیمې او نړۍ سره اړیکې لري او دا مهال له ګڼ شمېر هېوادونو سره رسمې اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي.

د هغه په وینا چې پر اسلامي نظام د نیوکو پر ځای دې هڅه وشي، چې اصلاحي نظرونه له اړوندو ادارو سره شریک شي.

ښاغلي وزېر زیاته کړه چې له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ غوښتنې د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې تضمین شوې او دا مهال نړیوال له افغان خاورې اندېښنه نه لري.

محترم مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت له بریا وروسته د ولس د هوسا ژوند لپاره د هڅو یادونه وکړه او په وینا یې چې اسلامي نظام د افغانستان د پرمختګ لپاره دوامداره هڅې کوي.

محترم مولوي عبدالکببر د وینا پر مهال یادونه وکړه، چې ملي بودیجه د اسلامي امارت لخوا ورکول کیږي.

د جلسې په پای کې ټول فارغ فاضلان د ښاغلي وزیر لخوا په نقدي ډالیو ونازول شول

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته