په جوزجان ولايت کې له سلو څخه زيات سرپناه جوړې شوه

sadam_morr
-
د جوزجان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو رياست د معلوماتو له مخې ١١١ سرپناوې (شلترونه) تر بشپړېدو وروسته د مرغومې میاشتې په ١٨مه نیټه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
یادې سرپناوې، دوه خونې، یو دهلیز او یو حمام لري، چې د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د ۳ سوه ۵۰ زره افغانیو په ارزښت جوړې شوې، چې له ډلې یې ۲۸ بابه یې په قوش تیپې ولسوالۍ کې، ۵۶ بابه یې په آقچې ولسوالۍ کې او ۲۷ بابه یې د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې جوړې شوې دي او د یاد ولایت د ځایي چارواکو په شتون کې هغو بېځایه شویو کورنیو ته وسپارل شوې، چې کورونه یې د جګړو له امله ویجاړ شوي وو.