په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ د پلاوي استازي او مهاجرینو وزارت تر منځ ناسته وشوه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۱
-
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ استازو، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت استازو تر منځ ناسته وشوه.
په دې لیدنه کې د وزارت کاري پلانونو شریکولو او د ملګروملتونو د مرستیالۍ پلاوي سره په دې برخه کې همغږۍ باندې بحث او خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې رییس مولوي شکر الله شاکر وویل: چې د دې وزارت او موسساتو لومړۍ کار داده چې د راستنېدونکو او بې ځایه شویو ستونزو هواري په موخه په ګډه اوهمغږۍ کار وکړي.
نوموړی په دې برخه کې د یاد سازمان همکارۍ غوښتونکی شو او زیاته یې کړه: د وزارت او اړوندو څانګو کارونه او فعالیتونه به هم درسره شریک کړو.
د داخلي بې ځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس مولوي سردار شیرزاد وویل: مهاجرینو وزارت د مظلوم او بې وزله استازولي کوي، نو لازمه ده، چې په دې برخه کې د راستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د پای ټکی کېږدو.
د دایمي حل لارو د پیدا کولو رییس مولوي شمال خان مصلح هم خبرې وکړې او هغه د ولس لپاره د بنسټیزو کارونو په تطبیق او لومړیتوبونو کې د لا ښې اسانتیا غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د دايمي حل لارې استازي ښاغلي خالد وويل: موږ هڅه کوو چې د هېواد د خلکو په ځانګړې توګه د راستنېدونکو او بې ځايه شويو لپاره يو څه وکړو، څو د هغوى ستونزې په همغږۍ او همکارۍ سره هوارې کړو.
هغه په راتلونکو ناستو کې د وزارت، اړوندو ادارو او موسساتو د راتلونکو پلانونو په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۲۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د محترم وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د هېواد په ختېځ کې د وروستۍ زلزلې له امله داخلي بیځایه شوو ته د خدماتو رسولو او په کابل کې د راستنو شوو وړاندېزونو ته د رسیدنې په هکله ناسته وشوه.

په دې ناسته کې چې د مهاجرینو چارو وزارت څو تنو مسوولینو برخه لرله، په پیل کې داخلي بیځایه شوو ته پر بېړنیو مرستو او کابل ته د ورستنو شوو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.
د ناستې برخه. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس د تورخم له کمیسار سره ولیدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د تورخم له فرضي کرښې څخه د لیدنې پر مهال د مهاجرینو د وضعیت د خدمتونو او د لا ښه تنظیم په موخه د. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس له همکارو ادارو سره ولیدل

محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس، د خپل کاري سفر پر مهال ننګرهار ولایت ته د همکارو ادارو د یو شمېر استازو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته