فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ملګروملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۰ بېځايه شوو کورنيوسره دغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بالابلوک ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۴مه هرې کورنۍ ته دغېر خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.