د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د مهاجرینو چارو وزارت ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۴۰
-
په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ رئیس ښاغلي عرفات جمال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد سره په ناسته کې د مرحوم حقاني صیب د شهادت له امله له خپل طرف او د عالي کمشنر له لورې نوموړي ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل
ښاغلي جمال مرحوم حقاني یو مهربان او مشفق مشر وباله او دده شهادت یې د افغان ملت لپاره لویه ضایعه وبلله، نوموړي زیاته کړه: د مرحوم حقاني په شهادت د افغانانو ترڅنګ، نړیواله ټولنه او د نړۍ نور ملتونه هم خواشیني دي
د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د نوموړي له غمشریکۍ مننه وکړه او دواړو لوریو د ګډې همکارۍ په دوام ټینګار وکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته