د ځینو ولایتونو په مهاجرینو چارو ریاستونو او آمریتونو کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او ختم مراسم ترسره شول

د کابل، هرات، پروان، جوزجان، نیمروز، غزني، لغمان، اروزګان د مهاجرینو ریاستونو او آمریتونو او د نیمروز سرحدي آمریت او د تورخم سرحدي آمریت د عمري مېشتغالي د معلوماتو له مخې د دغو ولایتونو د رییسانو، آمرانو، کارکوونکو او سیمه ییزو مسولینو په شتون کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او ختم مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې دوی د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د شخصیت په اړه خبرې وکړې او د هغه د پرهیزګارۍ، رښتینولۍ او د اسلام او د هېواد د ازادۍ په لاره کې د هغه د مبارزو او جهاد او د راستنېدونکو او داخلي بېځایه شویو لپاره د خدمتونو په برخه کې د هغه د کمسارو هلو ځلو یادونه یې وکړه او نشتون یې په افغانستان او په ځانګړې توګه په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نه جبرانېدونکې ضایع وبلله.
په پای کې ګډونوالو د ښاغلي حقاني کورنۍ ته تسلیت وړاندې کړ او شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني ته یې د الله تعالی له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه وکړه.