د وزارت مسلکي مرستیال فراه ولایت ته لاړ

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۱:۵۷
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې دا ځل فراه ولایت ته لاړ او د فراه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست لیدنه یې وکړه.
ښاغلي راشد په دې لیدنه کې د دغه ریاست له کارکوونکو سره ولیدل او د خپل سفر موخې یې ورسره شریکې کړې.
نوموړي همدا راز د ورځینو چارو او مهاجرینو ته د خدمتونو د لا ښه والي په موخه د شریعت د اصولو او قواعدو پر پابندۍ، په دندو کې پر اخلاص و روڼتیا او پر نیک چلند ټینګار وکړ.
د فراه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست کارکوونکو د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغې ادارې د کارونو په اړه یې له ښاغلي راشد سره معلومات شریک کړل او د خپلې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳
Background image

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکیبر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړی استازی ښاغلي جېلس برتران او مل پلاوی سره وکتل.

په دې ناسته کې چې له ښاغلي برتران سره په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې او د بشري مرستو د برخې مسوولینو هم برخه لرله، افغان راستنېدونکو ته د مرستو رسولو او ورستیو سیمه ییزو مسايلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۵:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پاکستان کې د افغان کډوالو چارو د اتشو له مسوولینو سره وکتل.


په پاکستان کې د کډوالو چارو د اتشو استازو او مسوولینو په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو په هکله راپور له محترم وزیر سره شریک کړ او په پاکستان کې یې د کډوالو په. . .

جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۸ - ۲۰:۴۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د نکې ولسوالۍ د کډوالو له استازو سره وکتل.

د پکتیکا دغه قومي مخور چې دا مهال په خوست کې مېشت دي، د لسګونه بیځایه شوو او له بهر څخه د راستنو شوو کورنیو په استازولۍ یې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه د مهاجرینو چارو له محترم وزیر سره. . .

بېرته خبرونه ته