د مهاجرت نړیوال سازمان نوې مشرې د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۵
-
د افغانستان لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان نوې مشرې آغلي "مي هیونګ پارک" د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې تعارفي ناسته وکړه
په دغه ناسته کې د راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته په رسیدګۍ، د بشري مرستو په څرنګوالي، د ژمنیو مرستو په چټکتیا او دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي خبرې وشوې
ښاغلي حقاني نوموړې ته د نوې دندې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه، مهاجرين په ډیر لوړ تعداد کې هېواد ته راستنېږي، چې سرپناه، تعلیم، صحت او اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري
نوموړي د مهاجرت نړیوال سازمان څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې خپل مسولیت په ښه توګه ادا او د بیړنیو مرستو پرځای اساسي ستونزو ته لومړیتوب ورکړي
آغلې پارک په خپلو خبرو کې وویل: د مهاجرت نړیوال سازمان د نړۍ په ډيرو هېوادونو کې کار کوي، خو په افغانستان کې د حکومت له لورې مهاجرینو ته ښه توجه مونږ تشویقوي، چې افغانستان ته لومړیتوب ورکړو
نوموړې زیاته کړه، د مهاجرینو چارو وزارت له همکارۍ پرته زمونږ فعالیتونه ناشوني دي او مونږ هڅه کوو، خپل فعالیتونه لا ښه او زيات کړو

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته