د ټولنیز خوندیتوب کلستر له مهاجرینو چارو وزارت سره ګډه ناسته وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۹:۵۸
-
 
د ټولنیز خوندیتوب کلستر مسولینو د مهاجرینو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ له رییس ښاغلي محمودالحق احدي سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د وزارت ځینو مرکزي مسولینو هم ګډون کړی و، چې د مهاجرینو چارو وزارت او د ټولنیز خوندیتوب کلستر ترمنځ د همغږۍ او د مرستو په اړه پکې څرګندونې وشوې.
د ټولنیز کلستر استازو د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل، چې دوی غواړي په راتلونکي میلادي کال کې د مهاجرینو چارو وزارت له لوري د بېځایه شویو او راستنېدونکو او اړمنو اړتیاوې هم د خپل کار په پلان کې ونیسي.
د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي احدي د دوی د خدمتونو ستاینه وکړه او په اړوندو برخو کې یې د مهاجرینو چارو وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز په دې ناسته کې پر راتلونکو ناستو او پر لا همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته