د افغان مهاجرینو اتشې ایران کې د افغان سفارت مسولینو سره په ګډه یوې افغان کډوالې کورنۍ سره چې یو تن یې ځان وژنه کړې، خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغان مهاجرینو اتشې، په دغه هېواد کې د اسلامي امارت د سفارت له ځینو مسولینو سره په ګډه د لړم پر ۲۷مه د ارزو خاورې پلار ښاغلي اصغر خاوري ته چې لور یې څه وخت وړاندې ځان وژنه کړې وه د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.
دا کتنه په دغه هېواد کې د افغانستان په سفارت کې وشوه، د سفارت او د مهاجرینو اتشې مسولینو د دغې پېښې په تړاو خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړه او د سفارت له خوا یې دغې کورنۍ ته چمتو شوې مالي مرسته ورکړه او ژمنه یې وکړه، چې د دې مسلې په اړه، د کوربه هیواد له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به هر ډول اړین ملاتړ او تعقیب وکړي.
د مرحومې پلار ښاغلي اصغر خاورې د سفارت له مسولینو او د کوربه هېواد له مسولینو څخه مننه وکړه، چې په داسې وخت کې یې ورسره خواخوږي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د کوربه هېواد د عدلي او قضایي مرجعو له لارې یې دوسیه ثبت کړې ده او د دې مسلې د حل غوښتنه څرګندوي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د تهران د کوثر مدرسې د نهم ټولګي زده کوونکې ارزو خاورې ځان وژنه کړې وه.