پکتیا کې له ۱۵ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-
پکتیا ولایت کې ۱۵ اړمنو او زیانمنو کورنیو سره د لړم په ۲۰ مه نېټه نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست له لوري له وړاندې پېژندل شوې وې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري هرې کورنۍ ته ۱۸ زره ۶۰ افغانۍ ورکړل شوې.