بغلان کې له سلګونه کورینو سره د نغدي مرستو ویش لړۍ پيل شوه

sadam_morr
=
بغلان ولایت کې له ۴۷۶ بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره د لړم په ۲۰ مه نېټه نغدي مرسته وشوه.
دغه کورنۍ د دې ولایت مهاجرینو ریاست له لوري له وړاندې پېژندل شوې وې، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري ۳۱۸ کورنیو ته ۱۴ زره ۱۱۰ افغانۍ او ۱۵۸ کورنیو ته ۵ زره ۲۲۰ افغانۍ په پام کې نیول شوې چې په نږدې څو ورځو کې به د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې وویشل شي.