رحماني: د خپل ملت لاسنیوی کوو

sadam_morr
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د موسسو چارو رییس شیخ عبدالرحمن رحماني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست کارکوونکو ته وویل: د خپل ملت لاسنیوی کوو.
ښاغلي رحماني د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له رییس او کارکوونکو سره په کتنه کې د خپل سفر موخې بیان کړې او وې ویل: د شکر ځای دی، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې عمومي امنیت تامین شوی دی او د سوداګرو او عامو خلکو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه برابر شوي دي.
د موسسو چارو رییس د خپلو خبرو په دوام وویل: دې ولایت ته د سفر موخه دا ده، چې څرنګه وکولی شو د اسلامي امارت د اصولو برابر او د همکارو بنسټونو په همغږۍ او همکارۍ مستحقو ته مرستې برابرې کړو او تاسې د خپل حکومت اصولو ته په پابندۍ د خپل ملت د مرستې سبب شئ.
د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو رییس د دغې ټیم د سفر مننه او هرکلی وکړ، د دوی سفر یې دغه ولایت ته یو نیک ګام وګاڼه او د خپلې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.