سرپل کې شلو کورنیو سره مرسته وشوه
په سرپل ولایت کې شلو کورنیو ته د لړم پر لسمه نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ وې، چې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت تر پېژندلو وروسته ۶۰ زره او ۸۰ افغانۍ ورته ووېشل شوې.
دغه مرسته د ناروې د مهاجرت شورا په مالي مرسته وشوه.