د دایکندي ولایت د تلپاتې مېشتېدنې او بیا مېشتېدنې د کمېټې ناسته وشوه

sadam_morr

د دایکندي ولایت د مرستیال حاجي رحمت یار په مشرۍ او د همکارو ادارو او بنسټونو د استازو په شتون کې د راستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو د تلپاتې مېشتېدنې او بیا مېشتېدنې کمېټې د لړم پر اتمه ناسته وکړه.

په ناسته کې لومړی د مهاجرینو د ستونزو د هواري په موخه د عالي کمیسیون د پریکړې او د کمېټو د جوړولو په اړه بحث وشو او ورپسې د دایکندي د مهاجرینو او راستنېدونکو د پاتې مرستو د وېش په اړه هم بحث او څرګندونې وشوې.

د ناستې ګډونوالو د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.