د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۲۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د وزارت د سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني او د مالي او اداري او مسلکي مرستیالانو او د مرکزي رییسانو په شتون کې وشوه.

ناسته د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او د تېرې ناستې د لارښوونو او پرېکړو په تعقیب، د روغنیاتو د معتمد د ګمارنې د تضمین، د روغتیایي آمریت د ودانۍ، د هلمند ولایت د بهرامچه سرحدي آمریت د اړتیاوو، د پنجشیر ولایت د مهاجرینو آمریت د لوازمو او اړتیاوو، د هیواد شمالی ولایتونو ته د وزات د مسلکي مرستیال مولوی عبدالرحمن رشید د سفر راپور، د دویمو واحدونو د انجینرۍ برخې د حق الزحمې او د وزارت د امنیتي محافظینو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي حقاني د غوره نظم او ډسپلین، د دندو د صادقانه ترسراوي، له نبوي سيرت سره سم د سيرت او صورت او دندې پابندۍ، د الهي احکامو او شرعي نظام د پلي کولو سپارښتنې وکړې او دغه راز نوموړي د روڼتیا، صداقت او کارونو د ګړندیتوب په برخه کې د مسولانو د لا پاملرنې غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته