د څه باندې دوه میلیونو ډالرو په ارزښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۸:۳۷
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ادارې او د روغتیا انکشاف، د ښځو لپاره د ښځو او د اکټیډ موسسې ترمنځ د دوو میلیونو، څلورسوه ۹۸ زره او ۶۳ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د دې هوکړه لیکونو له مخې د ښځو لپاره د ښځو موسسه یو میلیون ۲ سوه ۶۱ زره او ۸۷۸ ډالر په بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، بغلان، تخار، کندوز، بدخشان او سرپل ولایتونو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر د لوژستیکي ملاتړ، د داخلي بېځایه شویو د ملاتړ او څارنې، د بېځایه شویو او راستنو شویو د وضعیت د تجزیې او تحلیل د راټولونې او ډونر ته یې د وړاندې کولو، د پوهاوي ورکونې، د اړمنو پېژندل او ۱۰ زره او ۵۵۰ تنو ته د رواني مشورې ورکولو په برخو کې لګوي.
اکټیډ موسسه په کونړ او لغمان کې ۸ سوه ۷۳ زره او ۶۵ ډالر د سرپنا او روغتیا په برخو کې لګوي، چې ۲۹۶ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
او د ادارې او انکشاف موسسه په بغلان، سمنګان، بلخ او جوزجان کې درې سوه ۶۴ زره او ۱۲۰ ډالر د پوهاوي ورکونې د پروګرامونو جوړولو، د حرفوي کڅوړو وړاندې کولو، د ۸ زراعتي نرسري، ښوونیز پروګرام، حمایوي کمېټې او د اتو وړو پروژو ملاتړ په برخو کې لګوي، چې ۹۴۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
دا هوکړه لیکونه د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو موسسو د استازو له لوري لاسلیک شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر له مرستیال سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد نن چهارشنبه د چنګاښ په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو دفتر(UNDP) له مرستیال سره ولیدل.
د دغې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۱۸
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکی معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د پناه غوښتنې مسودې قانون په اړه معلوماتي ناسته وشوه.
دغه ناسته د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدلیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴۵
Background image

د هند سفارت د راستنېدونکو لپاره تر زرو زیاتو خېمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د مرستو پر دوام د هند هېواد سفارت د روانې میاشتې په ۲۲مه له مهاجرینو چارو وزارت سره د راستنېدونکو د لومړیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د شاوخوا ۲۲ میلیونو او ۶۰۵ زره. . .

بېرته خبرونه ته