لغمان کې له سلګونه کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه

sadam_morr
-

د تلې په ۲۴ مه نېټه لغمان کې له ۴۰۰ کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه.

یادې کورنۍ راستنې شوې او اړمنې دي، چې له وړاندې پېژندل شوې وې.

دغه مرستې په دوو برخو کې ۲۱ زره ۵۰۰ او ۱۷ زره ۵۰۰ افغانۍ دي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د مهاجرینو ریاست استازي په شتون کې ویشل کیږي.