د بلخ د مهاجرینو چارو ریاست ته سرحدي آمر ور وپېژندل شو
د وزارت د فرمان له مخې ښاغلی حبیب الرحمن د تلې پر دوه ویشتمه د بلخ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د حیرتان سرحدي آمر په توګه د دغه ریاست کارکوونکو ته ور وپیژندل شو.
د بلخ د مهاجرينو رییس مولوي اسدالله وفا د نوموړي د معرفۍ په مراسمو کې خبرې وکړې او نوموړي ته يې د لا زياتو خدمتونو هيله وکړه.
ښاغلي حبیب الرحمن د وزارت د رهبرۍ د باور ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په صادقانه ډول به خپلې چارې پرمخ وړي.