غور کې ۲۵ تنو ته د شېدو وزې ورکړل شوې

sadam_morr
-

 په غور ولايت کې د تلې پر پنځلسمه ٢٥ بې ځايه شويو او راستنو شویو ته د شېدو وزې ووېشل شوې.

دغو کسانو وړاندې د رازي موسسې له لوري د مالدارۍ په برخه کې شپږ مياشتې زده کړې کړې وې او د دغې  موسسې له خوا د مهاجرينو چارو رياست په څارنه هر يو کس ته دوه وزې او اوه ډوله نور توکي ورکړل شول.