د آبله میمون ویروس د مخنیوي او پېژندنې په اړه ورکشاپ جوړ شو

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
-


 د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کارکوونکو ته د آبله میمون ویروس د مخنیوي او پېژندنې په اړه ورکشاپ جوړ شو.
 د پروګرام په پیل کې د مهاجرینو چارو وزارت مالي مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني خبرې وکړې او د روغتیا په اړه یې د اسلام مبارک دین لارښوونو ته په اشارې سره وویل: روغتیا ستر نعمت دی، بې له روغتیا نه دین شته او نه دنیا که روغتیا نه وي، خپلې دیني فریضې نه شو پوره کولای،  روغتیا ته پاملرنه په دنیا او آخرت کې مهم نقش لري.
 هغه زیاته کړه: دین د فقهې په علومو او بدن په طبي علومو پېاوړي کیږي او موږ ته لازمه ده چې د خپلې روغتیا په اړه تدبیرونه ونیسو.
 د مهاجرینو چارو وزارت د بشري سرچینو رییس مولوي سید مطیع الله خلوتي هم د نن ورځې د پروګرام په اړه د اسلام د سپیڅلي دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو په اړه خبرې وکړې، وقایوي تدبیرونه او روغتیا ساتنه یې په ژوند او اسلام کې مهم اصل وباله.
 هغه یادونه وکړه چې د روغتیایي اصولو او قوانینو پلي کېدا له مهمو موضوعګانو څخه ده، چې د اسلام دین ډېر ټینګار پرې کوي او موږ مسلمانان د دې لارښوونو تعقیبولو ته هڅوي.
 ورپسې د عامې روغتیا وزارت استازي د یو پریزنټیشن په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته د مونکي پوکس ویروس په اړه ګټور او ارزښتناک معلومات ورکړل.
 پروګرام د مهاجرینو چارو وزارت د بشري سرچینو رییس ښاغلي خلوتي په دعا پای ته ورسید.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته