غور کې د اوبو يوې شبکې د جوړولو چارې پرانیستل شوې

په غور ولایت کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې د تلې پر دویمه د دغه ولایت په مرکز کې د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوې.
د اوبو رسولو دغه شبکه د ۸ ميليونه ۸۲۹ زره ۴۳۲ افغانيو په لګښت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا د فيروزکوه ښار د دهن تله په کلي کې د دغه ولايت د کډوالو چارو رياست او د کليو پراختيا رياست په همغږۍ به په 5 میاشتو کې جوړه شي.
پاسنۍ شبکه د ۱۵ کلونو لپاره د ۶۰۰ کورنیو لپاره په پام کې نېول شوې ده.