د پاکستان له بندخونو لسګونه افغان بندیان ازاد شول

sadam_morr
-
د پاکستان له بندخونو ۴۵ افغان بندیان ازاد او د وږي په ۲۶ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسنادو نشتوالي له امله له ۲ میاشتو څخه تر ۲ کالونو پورې د پاکستان په بند خونو کې وو، چې له ازادېدو وروسته د انټرپول پولیسو له لوري په تورخم کې د فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه او د مرستو تر لاسه کولو لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان ته وروپېژندل شول.
د یادولو ده، چې په دې کسانو کې ۲۶ تنه د ۱۸ کلونو څخه کم عمره د HARO موسسې ته ورپېژندل شول.