د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست وکاته

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۱۴
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست لیدنه وکړه.
ښاغلي راشد د دغه ریاست له رییس او کارکوونکو سره په کتنه کې دغه ولایت ته د خپل سفر موخې، د تطبیق په برخه کې شته ستونزې وویلې او د دغه ریاست کارکوونکو ته یې په خپلو دندو کې په صادقانه کار ټینګار وکړ.
د جوزجان ولایت د مهاجرینو چارو رییس ملا امان الله طلحه مسلکي مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د وزارت د رهبرۍ د چارو ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه: موږ به تل د خپلو خلکو په خدمت کې یو او له مهاجرینو وزارت سره پر همغږۍ به ستونزې حلوو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د کډوالو چارو وزارت مسلکي معین د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (IRC) له مرستیال سره ولیدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم مولوي عبدالرحمن راشد د ژغورنې نړۍوالې کمېټې مرستیال او د برنامو رییس ښاغلي بوستان فهیم سره ولیدل.
ښاغلي راشد د یادې کمېټې د مرستو پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د کډوالو وزارت او د ملګرو ملتونو دفترونو د استازو تر منځ ګډه ناسته وشوه

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین الحاج عبدالرحمن راشد په مشرۍ د ملګرو ملتونو د دفترونو له استازو سره ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د وزارت د پلان او پالیسۍ، د داخلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۸:۴۸
Background image

د چین له لوري د بشري مرستو دویمه جوپه د کډوالو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

د مرستو دغه جوپه، چې ۱۵۶ فابریکه یي کورونه پکې شامل دي، د چین لخوا د ۱۰۰ میلیونه چینایي ینو مرستې دویمه برخه ده، چې اوله یې پخوا یاد وزارت ته سپارل شوې وه.
د دغو مرستو د تسلیمولو پر. . .

بېرته خبرونه ته