پکتیا: د اریوب او احمد خېلو ولسوالیو له ولسوالانو او قومونو سره ناستې وشوې

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۸:۶
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په جلا جلا ناستو کې د پکتیا ولایت اریوب ځاځیو او احمد خېلو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، قومي مخورو او علماو سره ولیدل
په ناستو کې د یادو ولسوالیو په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې قومونه اتفاق او یووالي ته راوبلل او د شخړو پرمهال د خپل سرو کړنو په مخنیوي یې ټینګار وکړ
د سیمې خلکو دغو ولسوالیو ته د ورتګ له امله له ښاغلي حقاني مننه وکړه، په قومي ستونزو کې یې د نوموړي هڅې وستایلې او خپلو سیمو ستونزې، مشکلات او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل، د مهاجرینو چارو وزیر ډاډ ورکړ، چې غوښتنې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې او د حل لپاره به یې جدي هڅې وکړي

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته