په سرپل ولایت کې د نجونو یو ښوونځی افتتاح او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ ګذر کلي کې د نجونو لېسې یوه ودانۍ جوړه او د وږې میاشتې په ۱۱ مه نېټه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د یادې ودانې د ګټې اخېستنې په مراسمو کې سیمه ییزو ادارو مسوولینو، عالمانو او د سیمې خلکو ګډون کړی وو.
یاد ښوونځی، ۸ درسي خونې، ۴ اداري خونې، ۵ تشنابونه، د لمریزې برېښنا په واسطه د څښاک اوبو لپاره څاه، ۱۶۰ دانې مېز او څوکۍ، د مدیریت لپاره ۶ مېزونه او د استادانو لپاره ۱۲ څوکۍ شامل دي، چې د یاد ولایت مهاجرینو امریت له لوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري۱۷۱ زره او ۳۴۷ د یو کال په موده کې جوړ شو.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکې د مهاجرینو امریت او د پوهنې ریاست په همغږۍ او همکارۍ د یاد ښوونځي له لوري د زده کړو مرکزونو له جوړېدو مننه وکړه.