تر څلورو زرو زیات مهاجرین له پاکستان او ایران څخه راستانه شول
څلور زره او ۵۲۸ تنه افغان مهاجرین د اسد پر لومړۍ نېټه د نیمروز ولایت د ورېښمو، د هرات ولایت اسلام کلا او د کندهار ولایت د سپین بولد له لارې څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په پاکستان کې مېشت ۳۷ کورنۍ چې ۲۰۰ تنه کېږي د سپین بولدک له لارې څخه او په ایران کې مېشت دوه زره او ۲۲۳ تنه د هرات د اسلام کلا او دوه زره او ۵ تنه د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.