د مهاجرینو چارو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۴:۵۰
_

 د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ښوونې او روزنې پخوانی رییس مولوي کلیم الرحمن د چارو د ادارې د عمومي رییس شیخ نورالحق انور له لوري د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د نوي اداري او مالي مرستيال په توګه معرفي شو.
 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د دغه وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، د دې وزارت د پخواني مرستیال د کړنو او خدمتونو ستاینه وکړه او د وزارت نوي مرستیال ته یې د مظلومو مهاجرینو په خدمت کې د لا زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه څرګنده کړه.
ښاغلي حقاني وویل: موږ دننه او دباندې ملیونونه مهاجرین لرو. موږ په دې وزارت کې د دې ملت خدمتګاران یو، د اسلامي امارت د رهبرۍ په رښتیني او صادقانه همکارۍ او په ښه مدیریت په دې وتوانیدو، چې سلګونه زره راستانه شوي مهاجرین خپلو اصلي ځایونو ته ولیږدو او لومړني او اساسي خدمتونه ورته وړاندې کړو.
 ورپسې د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور خبرې وکړې او د مهاجرینو چارو وزارت د نوي مرستیال د ټاکلو په اړه یې د جلالتمآب امیرالمؤمنین حکم ولوست او ویې ویل: نوی مرستیال له ښې  تجربې، ژمنتيا، اخلاص او اسلامي نظام ته وفادارۍ او د مدیریت له ځانګړتیاوو څخه برخمن دی او د ښو خدمتونو هیله ورته کوم.
 د وزارت نوي مرستیال مولوي کلیم الرحمن په خپلو خبرو کې ویل: اسلامي نظام د الله جل جلاله حکم ته غاړه ایښودل او د اسلامي امت د دردونو جبرانول دي، په اسلام کې درې ډوله کسان لوړ مقامونه لري: مهاجر، مسافر او مظلوم. د دې ملت مهاجر قشر کلونه کلونه له ستونزو سره لاس او ګریوان دی، الله تعالی دې د دغو مظلومانو د خدمت کولو وس او توفیق راکړي.
 په پای کې د وزارت پخواني مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلا خروټي او د وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد هم خبرې وکړې او نوي مرستیال ته یې د مهاجرینو لپاره په خدمتونو کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۱:۳۶
Background image

په کابل کې راستنو شویو کورنیو ته کجورو وېش پیل شو

د سلواغې په ۲۸مه د کابل ښار په ټرمینال پایتخت کمپ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د عربستان هېواد د ملک سلیمان خیریه بنسټ له لوري د کجورو وېش پیل شو.
د مهاجرینو او. . .

بېرته خبرونه ته