په تېره یوه اونۍ کې څه باندې زر کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr

 د تېرې یوې اونۍ، د چنګاښ۲۳مې څخه د چنګاښ تر ۲۸مې په بهیر کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري په کندهار، هرات، ننګرهار، سرپل، بلخ، میدان وردګ، ارزګان، هلمند، پروان، بادغیس، پکتیکا، غزني او نیمروز ولایتونو کې له یو زر او ۳۵ کورنیو سره مرسته وشوه.
 په دغو کورنیو کې بېځایه شوې، راستنې شوې او همدا راز یو شمېر اړمنې کورنۍ شاملې وې، چې د دغو ولایتونو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ادارو له خوا د یو شمېر نړیوالو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ د کاري وسایلو او نغدي پیسو مرسته ورسره وشوه.