بادغیس ولایت کې د بیامېشتېدنې کمیټې ناسته وشوه

په بادغیس ولایت کې د چنګاښ پر شپږویشتمه د مرستیال والي په مشرۍ او د اړوندو حکومتي ادارو او موسسو په ګډون د داخلي بېځایه شویو او راستنېدونکو د دایمي استوګنې او بیامېشتېدنې ولایتي کمېټې ناسته وشوه.
د ولايت مرستيال مولوي غلام محمد محمدي د يادو ادارو د کارونو ستاينه وکړه او له هغوى يې د دوامدارو مرستو غوښتنه څرګنده وکړه.
په ناسته کې د بادغیس ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي نیک محمد خبیب د راستنو شویو د ثبت او راجستر او د دوی د ستونزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ناستې ګډونوالو په راتلونکي کې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه وکړه.