څه باندې زر مهاجرین په جبري توګه له پاکستان او ایران څخه راستانه شول

anwari_morr


یو زر او ۸۰۸ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر نولسمې د نیمروز ولایت د ورېښو او د ننګرهار ولایت د تورخم فرضي کرښو له لارې څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ۶۲ کورنۍ چې ۳۴۲ تنه کېږي له تورخم فرضي کرښې څخه او په ایران کې مېشت یو زر او ۴۶۶ تنه د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.