څه باندې زر تنه مهاجرین له پاکستان او ایران څخه راستانه شول

anwari_morr

 یو زره او ۸۹۷ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر دیارلسمه پخپله خوښه او په جبري توګه د نیمروز ولایت د ورېښم او د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې څخه خپل هیواد ته راستانه شول.

د کندهار ولایت د سپین بولدک له سرحدي آمریت څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ۶۲ کورنۍ چې ۳۰۵ تنه کېږي له پاکستان
څخه او په ایران کې مېشت یو زر او ۵۹۲ تنه
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

راستانه شوي له نوم لیکنې وروسته د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شول او له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم هلته په پولو کې مرسته هم وشوه.