تر ۷۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۷۷۷ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر نهمه د تورخم او سپین بولدک له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
دکندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۸۵ کورنۍ چې ۴۵۰ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې. دغه راز له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم د لس لس زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۶۱ کورنۍ چې ۳۲۷ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.