د ملي وحدت حکومت اجر ايه رئيس د پناه غوښتونکو نړيوالې ورځې نمانځنې په مراسيمو کې وويل د سولې په راتلو سره به د کډوالۍ موضوع پای ومومي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۳۰ - ۶:۲۰
روز پناهنده

د پناه غوښتونکي نړيواله ورځ د حکومت د لوړپوړو چارواکو، د نړيوالو ادارو مسولينو او د کوربه هېوادونو د سفيرانو په شتون کې ونمانځل شوه.

ياد مراسيم د تېرې پنج شنبې په ورځ د کډوالو چارو وزارت او په کابل کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې(UNHCR) له لورې د اجرايه رياست د غوڼدو په تالار کې ترسره شول.

 اجرايه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې بېځايه شوو او راستنېدونکو سره د نړيوالې ټولنې د مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل، د افغانانو د کډوالۍ لامل جنګ او نا امني ده، چې دا مهال د افغانستان خلک په ځانګړې توګه کډوال او پناه غوښتونکي سولې ته اړتيا لري او د سولې په راتلو سره به د کډوالۍ موضوع هم پای ومومي.

هغه زياته کړه ، د ملي وحدت حکومت هڅه کړې،تر څو بېځايه شوو او راستنېدونکو ته پر وخت رسېدنه وشي ، له دې سره سره ، چې په دې برخه کې کم کارۍ او ستونزو هم شتون درلود، مګر د کډوالو، بېځايه شوو او راستنېدونکو وضعيت تر پخوا ښه شوی دی او افغانستان د کډوالو په مديريت کې فعال رول لري.

د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي په خپلو خبرو له کوربه هېوادونو څخه د کډوالو پر خپلې خوښې راستنېدنې ته په ټينګار سره وويل، چې ايران او پاکستان د کډوالو د دايمي حل لارو د ستراتېژۍ په څلور اړخيزه ناسته کې په دغه برخه کې ژمنه کړې، هغه زياته کړه چې د افغانستان اوسنی وضعيت جبري ويستلو ته برابر نه دی، چې داکار د دواړو هېوادونو( کوربه او اصلي) په ګټه نه دی.

 ښاغلي بلخی زياته کړه، د کډوالو چارو وزارت ثبت شوې شمېرې ښيي چې تېرو کلونو پر پرتله د کډوالو  او بېځايه شووشمېر کم دی، خو که راستنېدونکو ته پر وخت رسېدنه ونه شي د هغوی د بيا کډوالۍ لامل کېږي.

د هغه په وينا د کډوالو چارو وزارت دا مهال د جمهوري رياست د ۳۰۵ ګڼه فرمان  او د کارمومندنې پروژو په پلي کولو سره د راستنېدونکو ښې ځای پر ځای کېدنې او د داخلي بېځايه شوو د دايمي استوګنې پر سره کار کوي.

په کابل کې د امريکا سفير جان بس په افغانستان کې اړمنو کورنيو سره د ۵۳ ميلونه ډالره مرستې خبر ورکړ او ويې ويل دغه مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) همغږې کوو او همدارنګه له افغانستان سره مرسته کوو.

په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) رئيسې آغلې کرو لاين ون بيورن په خپلو خبرو کې له کډوالو چارو وزرات سره د همکارۍ اعلان ترڅنګ وويل، زموږ اداره له کوربه هېوادونو څخه د افغان کډوالو د خپلې خوښې راستنېدنې پلوې ده او د روغتيايي او ښوونې او روزنې خدمتونو ته د بېځايه شوو او راستنېدونکو لاس رسی د افغانستان لپاره ددې ادارې په لومړيتوب کې دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس کندز ولایت ته سفر وکړ او له سرحدي امریت یې لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري تېره ورځ د کاري وضعیت، خدمتونو وړاندې کولو، کډوالو پورې اړوندو فعالیتونو او د مرستندویو همکارو موسسو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر له مشر ښاغلی ایریک مارکلي او د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس ښاغلی عرفات جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې ښاغلي ایریک مارکلي په افغانستان کې د سویس د پراختیايي او همکاریو د دفتر د فعالیت له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سویس حکومت له افغانانو سره له نږدې. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۵۰
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې د شاوخوا ۴ میلیونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې نن د ډنمارک کډوالو ټولنې سره د ۳میلیونه ۹۲۶ زره او ۳۹۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه پیسې به په کابل، غزني، میدان. . .

بېرته خبرونه ته