څه باندې زر تنه مهاجرین له ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت یو زر او ۷۷۳ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر ۱۷مه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

 د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۲۴۰ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز ۳۷کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۶۹ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۸۸ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.