تر ۳۰۰ زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۳۲۴ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر ۱۹مه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
دکندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۶۳ کورنۍ چې ۳۲۴ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې. دغه راز له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم د لس لس زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه.