بامیان ولایت کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه
د بامیان ولایت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د غبرګولي پر ۱۵مه په دغه ولایت کې له ۵۵۰ کورنیو سره د نغدي او غیر خوراکي توکو د مرستې خبر ورکړی.
دا راستنېدونکې او داخلي بېځايه شوې کورنۍ او د سيمې هغه کسان وو، چې ډېر زیانمن شوي وو ، د دغه ولايت په مرکز کې د مهاجرينو چارو ادارې له خوا یې سروې شوې وه او بیا د پراختیا لپاره د ښځو د همکارۍ موسسې له لوري ۵۰ کورنيو ته د ١٨٠ امريکايي ډالرو او ٥٠٠ کورنيو ته د دوو بړستنو مرسته وشوه، چې د مهاجرینو چارو ادارې تر څارنې لاندې ووېشل شوه.