څه باندې زر تنه مهاجرین له ایران څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول
په ايران کې مېشت ۱ زر او ۹۵۸ تنه افغان مهاجرین پرون د غبرګولي پر ۱۳مه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۱۵ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز ۳۰ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچایلډ موسسې ته ور وپېژندل شول، ۲۱ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه، ۶۱ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا په وړیا توګه سیمکارتونه ووېشل شول او ۱۴۷ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.