خپل ټول دیني اعمال مو د علماو په مشوره او لارښوونه ترسره کړئ

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲۱:۵۹
-

د ستر دیني عالم او قومي مخور مولوي سعیدالله جان په جنازه کې د ګډون پرمهال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په ټولنه کې د علماو رول ته په اشارې وویل: علما د ټولنې رهبران دي او مونږ او تاسو ټولې شرعي چارې باید د علماو په مشوره او لارښوونه ترسره کړو
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې قومونه اتحاد او یووالي ته راوبلل او د مولوي سعید الله جان مړینه یې د ولسونو لپاره یوه ستره ضایع وبلله

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۸:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې اغلې روزا اوتنبایوا سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

د ناستې په پیل کې اغلې روزا اوتنبایوا په وروستۍ زلزلې کې د زیانمنو شوو په اړه خپله خواشینۍ له محترم وزیر سره شریکه کړه او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شلتر ناو نړیوالې موسسې سره د ۹۱ زره ۲۵۹ ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړلیک لاسلیک کړ.
د یاد هو کړه لیک په اساس به نوموړې موسسه یاد مبلغ د خواکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین د ناروې هیواد د بشري مرستو ادارې له رییس سره ولیدل

د کډوالو  او راستنيدنکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د ناروې هیواد د بشري مرستو رییس اریک ابیلد او ور سره مل پلاوي د ایران څخه د جبري راستنېدونکو کډوالو او د. . .

بېرته خبرونه ته