د چین سفیر د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۳:۴۹
-

په کابل کې د چین هیواد سفیر ښاغلي ژاوشینګ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل.
په ناسته کې د مهاجرینو چارو وزیر د چین او افغانستان ترمنځ مثبتې اړیکې وستایلې او له مهاجرینو سره د چین هېواد مرستو د لومړنۍ جوپې د رسېدو له امله یې له دغه هېواد څخه مننه وکړه.
ښاغلي حقاني همدا راز د وروستیو سیلابونو له امله د اووښتو زیانونو معلومات له نوموړي سره شریک کړل او غوښتنه یې وکړه، چې د راستنو شوو مهاجرینو ترڅنګ د طبیعي او غیر طبیعې پېښو له امله بېځایه شوو افغانانو سره د کور جوړونې، کار موندنې او زده کړو ته د زمینې د برابرولو په برخه کې مرستې وکړي.
د چین سفیر د وروستیو سیلابونو، چې له امله یې په بغلان، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتلي وو؛ ژوره خواشیني څرګنده کړه او ډاډ یې ور کړ، چې د چین هیواد د خپلو امکاناتو په محدوده کې چمتو دی، چې له دغو سیلاب ځپلو سره هر ډول مرستې وکړي.
نوموړي طبیعي پېښو ته د اسلامي امارت د ښه رسیدګۍ او غوره مدیریت ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې ددغه هېواد نورې مرستې به هم تر راتلونکي جولایي میاشتې پورې راورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته