هلمند کې له ۲۰۲ کورنیو سره مرسته وشوه

په هلمند ولایت کې د غویي پر۲۹ مه له ۲۰۲ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ وې، چې وړاندې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا په نهر سراج او نادعلي ولسوالیو کې اړمنې پېژندل شوې وې او د AAH موسسې له لوري هرې کورنۍ سره د ۱۰ زره او ۹۰ افغانیو په ارزښت مرسته وشوه.