تر ۹۰۰ څخه زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
۹۵۴ تنه افغان مهاجرین د غويي میاشتې پر ۲۷ او ۲۸ نېټو د تورخم او سپین بولدک د فرضي کرښو له لارې خپل هيواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدی آمریت د معلوماتو له مخې ۱۴۴ کورنۍ، چې ۷۱۰ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
دغه راز د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم هرې کورنۍ سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۴۹ کورنۍ، چې ۲۴۴ تنه کېږي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.