لوګر کې له سلګونو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش لړۍ پیل شوه

sadam_morr
-

پرون یکشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویي د میاشتی په ۱۶مه نیټه په لوګر ولایت کې له ۵۶۲ راستنو شویو کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل شوه.

دغه مرسته به د ریاست الوزرا د حکم له مخې، له هغو کورنيو سره کېږي، چې په دې وروستيو کې له ګاونډيو هېوادونو راستنې شوي او د مهاجرینو آمریت سره په همغږۍ به د ولايتي ګومارل شوې کمېټې له لوري د هرې کورنۍ غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ووېشل شي.