سلګونه مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول

sadam_morr

۹۱۳تنه افغان مهاجرین پرون د غویي میاشتې ۱۵مه له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار  ولایت د سپین بولدک سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۱۱۵ کورنۍ، چې  ۶۱۲ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.

او هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

 د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې، ۵۸ کورنۍ، چې  ۲۵۷ تنه وو او درې تنه نور په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.