غور ولایت کې د بیا مېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه

sadam_morr
-

له ایران او پاکستان څخه د بیا راستنېدنې او میشتېدنېکمیټې ناسته پرون د غویي میاشتې ۱۲مه د غور ولایت د مرستیال او سرپرست مولوي روح الله طریقت په مشرۍ جوړه شوه.

 دغه ناسته د یاد ولایت د سیمه ییزو مسولینو په ګډون ترسره شوه او د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم په جبري راستنو شویو مهاجرینو د نغدي مرستې د وېش د څرنګوالي په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.