غزني کې له څه باندې زرو کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل شوه

په غزني ولایت کې پرون د غویي د میاشتی پر۱۰مه (۱۷۶۲) له یو زر اوه سوه دوه شپیته کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش لړۍ پیل شوه.
یاده مرسته د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ مقام د حکم پر اساس د هغو کورنیو لپاره چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو راستنې شوې دي پیل کیږي او د مهاجرینو ریاست په همغږۍ به د ګومارل شوې کمیټې له لوري د کورنۍ هر غړي ته دوه دوه زره افغانۍ ووېشل شي.
د يادونې وړ ده، چې دغه مرسته هغه کورنيو ته، چې د غړو شمېر يې له پنځو تنو څخه کم وي، هري غړي ته دوه دوه زره افغانۍ او هغه کورنۍ چی د غړیو تعداد یې له پنځو څخه زيات وی هر غړي ته زر زر افغانۍ ورکول کېږي.