ننګرهار کې له ۱۴ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
-

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو ریاست پرون د غوایي څلورمه نېټه له ۱۴ راستنو شویو، بې ځایه شویو معلولینو او اړمنو کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړی.

دغه کورنۍ وړاندې هلته د مهاجرینو ادارې له خوا مستحقې پېژندل شوې وې او د DRC موسسې له لوري د ۱۷زره ۵۰۰، ۱۵ زره، ۱۶ زره، ۱۶ زره ۵۰۰، ۱۳زره او ۱۲زره ۵۰۰ افغانیو په ارزښت مرسته ورسره وشوه.