سرپل کې له ۳۰۳ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
 
              د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د وري څلورمه نېټه له ۳۰۳ بې ځایه شویو کورنیو سره د نغدي مرستې د وېش خبر ورکړی.
دغه کورنۍ وړاندې هلته د بلخاب په ولسوالۍ کې د مهاجرینو ادارې له خوا اړمنې پيژندل شوې وې او د ناروې د مهاجرت شورا له خوا په دوو پلاوو کې ۱۹ زره او ۵۸۷ افغانۍ او ۱۴زره او ۲۹۷ افغانۍ له ۵ کمپلو سره مل مرسته ورسره وشوه.